یوناما د افغانستان لپاره خپل ماموریت تر ۲۰۲۷ کال پورې وغځاوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې نېټې پورې وغځاوه.

د دې پرېکړې له مخې، د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی به د بشري مرستو د همغږۍ، د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کېدو، د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د څارنې او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په برخو کې خپل فعالیتونه جاري وساتي.

یوناما به همداراز د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او د بشري وضعیت د ارزونې په برخه کې خپل رول ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button