د واخان سړک ۷۵ سلنه بشپړ شوی؛ افغانستان د چین سره د سړک له لارې نښلول کېدو ته نږدې شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د واخان سړک رغنیزې چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شرف‌الدین مسلم د پروژې له روانو چارو د لیدنې پر مهال ویلي، د سړک په بشپړېدو سره به د واخان او پامیر د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي او افغانستان به د لومړي ځل لپاره د واخان دهلېز له لارې د سړک په وسیله له چین سره ونښلول شي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سړک د جغل اچولو او هوارولو چارې تر اوسه ۷۵ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه په چټکۍ سره روان دي.

یاده پروژه د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي او مسؤولین باور لري چې د هغې بشپړېدل به د سیمې د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button