مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۴۷۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او ۱۰۰۱ نورو کورنیو ته د ځمکو نمرې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې پرون دوشنبه د هېواد بېلابېلو لارو څخه ۴۷۲ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۵۲۳ تنو ته رسېږي، افغانستان ته راستنې او ثبت شوې دي. د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي د تورخم، سپین بولدک، اسلام‌کلا او ورېښمو پل له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۵۹۵ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او همدارنګه له ۶۲۳ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې شوي، روغتیايي او نور اړین خدمات وړاندې شوي او ۴۹۱ سیمکارتونه هم پرې وېشل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د کډوالو د دایمي مېشتېدو په موخه په ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۱۰۰۱ کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوي چې د چارواکو په وینا، تر اوسه د وېشل شویو ځمکو د نمرو ټولیز شمېر ۴۵ زره او ۹۸۷ ته رسېدلی او دا بهیر دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button