مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۵۴۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او ۱۱۰۲ نورو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې د سهشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۴۰ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۷۹۵ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ ۴۳۹ کورنۍ، چې ۲۴۴۲ غړي یې لرل، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي او همدارنګه له ۱۰۷۵ کورنیو سره نغدي مرستې شوې، سلګونو راستنېدونکو ته روغتیايي او نور خدمات وړاندې شوي او ۵۱۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
راپور زیاتوي چې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په ننګرهار، فراه، هلمند، سمنګان، نیمروز او بلخ ولایتونو کې ۱۱۰۲ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
د کمېسیون په وینا، تر اوسه د وېشل شویو ځمکو د نمرو ټولیز شمېر ۴۷ زره او ۸۹ ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري.



