ایران: اسراییلو د لبنان اوربند ۸۴ ځله نقض کړی، د دوام په صورت کې به له سخت ځواب سره مخ شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویلي، د اسراییلو پوځ د لبنان په جنوب کې د اوربند له اعلان وروسته هم خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی او په تېرو دوو ورځو کې یې لږ تر لږه ۸۴ ځله د اوربند سرغړونه کړې ده.
یادې قرارګاه په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د جګړې د پای له اعلان وروسته هم اسراییلي ځواکونو په لبنان کې خپلو بریدونو او د ملکي وګړو پر وړاندې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.
د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه خبرداری ورکړی چې که د اسراییلو پوځ په جنوبي لبنان کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، د ایران د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه به سخت او قاطع غبرګون وښيي.



