کورنیو چارو وزارت: له دې وروسته خلاف لاس موټرو ته نمبر پلېټ نه ورکول کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت ویاند مولوي عبدالمتین قانع ویلي چې له دې وروسته به هغو موټرو ته چې سټیرنګ یې د افغانستان د ترافیکي اصولو خلاف لوري ته وي، په هېڅ ډول د نمبر پلېټ ورکولو اجازه ورنه کړل شي.
قانع زیاته کړې چې پخوا کومو خلاف لاس موټرو ته په کابل کې د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې وه، هغوی به هم له پلازمېنې څخه وایستل شي او په دې اړه به اړین اقدامات ترسره شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې د موټرو د سټیرنګ د بدلون یا «اشترینګ» په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه په دې تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او عملي شوې هم نه ده.



