د حماس لوړ پوړی غړی کابل ټکی کام ته: خپلې وسلې به هېڅکله امریکا او صهیونیستي ريژیم ته و نه سپارو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت حرکت حماس د سیاسي دفتر لوړ پوړي غړي او ویاند “حسام بدران” کابل ټکی کام وېب پاڼې ته ویلي، چې هیڅکله به خپلې وسلې امریکا، صهیونیستي ریژیم او یا هم له هغوي سره تړلو لورو ته ونه سپاري.
بدران ویلي، چې د وسلو موضوع د فلسطین د خلکو له ملي او سیاسي حقونو سره تړاو لري او یوازې د کومې ځانګړې مقاومتي ډلې مسئله نه ده.
د نوموړي په وینا، د فلسطیني مقاومت وسلې د خپلواک فلسطیني دولت تر جوړېدو او د فلسطیني ولس د برخلیک ټاکلو له حق سره اړېکه لري او خبرداری یې ورکړی، چې غورځنګ به یې د فلسطین تر بشپړې آزادۍ او د خپلواک فلسطیني دولت تر جوړېدو خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
نوموړي د ایران له اسلامي جمهوریت مننه کړې، چې د فلسطین او په ځانګړې توګه د غزې موضوع یې امریکا سره د خبرو اترو د دویم پړاو اجنډا کې شامله کړې ده.



