ټرمپ او پزشکیان د جګړې د پای ته رسولو هوکړهلیک لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” او د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ دغه هوکړهلیک په الکترونيکي ډول لاسلیک کړی او د سولې د بهیر د عملي کېدو ملاتړ یې څرګند کړی دی.
بلخوا ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” هم د یادې هوکړې د لاسلیک کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې ولسمشر مسعود پزشکیان هم دغه سند لاسلیک کړی دی.
د راپورونو له مخې، تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر مرستیال “جي ډي وینس” او د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي مشر “محمدباقر قالیباف” د هوکړې مسوده په برېښنايي بڼه لاسلیک کړې وه.
ویل کېږي چې دغه هوکړهلیک د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو، د اوربند د ټینګښت او د راتلونکو سیاسي او اقتصادي تفاهماتو لپاره د چوکاټ په توګه چمتو شوی دی.
تر اوسه د هوکړهلیک بشپړ متن نه دی خپور شوی او دواړو لورو د سند د جزئیاتو په اړه نور معلومات نه دي وړاندې کړي.



