ایران صهیونیستي ریژیم ته: که پر لبنان بریدونه ونه دروئ له سخت ځواب سره به مخ شئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک سپاه پاسداران د مرکزي قوماندانۍ “خاتم الانبیاء” ویاند “ابراهیم ذولفقاري” خبرداری ورکړی، چې که صهیونیستي پوځ د لبنان په جنوب کې خپلو پوځي عملیاتو او بریدونو ته دوام ورکړي، د ایران د وسله والو ځواکونو له سخت او پرېکنده غبرګون سره به مخامخ شي.
د پارس ټوډي د راپور له مخې، د یادې قرارګاه په خپره شوې ویاند ویلي، چې صهیونیستي ځواکونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د اوربند تر اعلان وروسته هم د لبنان په جنوب کې بریدونه نه دي درولي.
ذوالفقاري زیاته کړې، چې صهیونیستي پوځ یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۸۴ ځله د لبنان پر جنوبي سیمو بریدونه کړي او په دې توګه یې د اوربند له شرایطو سرغړونه کړې ده.
ذوالفقاري ویلي، چې د دغو بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د لبنان د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لري.
نوموړي کړی، چې که صهیونیستي ریژیم خپل پوځي عملیات او بریدونه ونه دروي، نو د ایران وسله وال ځواکونه به سخت ځواب ورکړي.



