ولسمشر ټرمپ یوځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل شرموونکی کړنه بللې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل «شرموونکی کړنه» بللی او ویلي یې دي چې د وتلو پر مهال په افغانستان کې د امریکا ګڼ پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.
ټرمپ د «جي۷» هېوادونو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، د امریکا پخوانۍ ادارې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو بهیر په ناسمه توګه مدیریت کړی او دغه چاره په منظم او تدریجي ډول ترسره کېدای شوه.
نوموړي ټینګار کړی، چې که د ځواکونو د ایستلو مسوولیت ور تر غاړې وای، نو له افغانستانه به یې ټول پوځي تجهیزات، وسایط او حتا خیمې هم راټولې کړې وای او امریکایي ځواکونه به په «عزت او افتخار» له دغه هېواده وتلي وو.
د امریکا ولسمشر همداراز ادعا وکړه چې ښايي واشنګټن وکولای شي په افغانستان کې پاتې شوي ځینې تجهیزات بېرته ترلاسه کړي، خو زیاته یې کړه چې دغه تجهیزات اوس تر ډېره زاړه شوي او د بېرته ترلاسه کولو موضوع تر ډېره سمبولیک اهمیت لري.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا د افغانستان د وتلو بهیر د خپلې ادارې له پلان سره پرتله کړ او ویې ویل چې د هغه په باور د ځواکونو ایستل په ډېر ښه او منظم ډول ترسره کېدای شول.
د ویلو ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د ټرمپ تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو وړاندې تر دې یې د امریکایي تجهیزاتو د بېرته اخېستلو غوښتنې «خیالي» بللې او ویلي یې دي چې دغه تجهیزات د افغانستان شتمني ګڼل کېږي.



