سي اېن اېن: د امریکا-ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د ۱۴ مادیز هوکړهلیک مسوده ترلاسه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
سي اېن اېن راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ۱۴ مادو لرونکی هوکړهلیک (MOU) مسوده یې ترلاسه کړی، چې پکې د اوربند، اقتصادي اسانتیاوو او د اټومي لانجې د حل لپاره یو پراخ چوکاټ وړاندې شوی دی.
د راپور له مخې، دغه سند لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی خپور شوی، خو سي اېن اېن وایي چې د امریکا یوه چارواکي ورته سپارلی او د جي۷ غونډې په څنډه کې څو دیپلوماتیکو سرچینو هم د هغه محتوا تایید کړې ده.
د مسودې له مخې، امریکا او ایران به د جګړې سمدستي او دایمي پای اعلانوي او ژمنه به کوي چې نور به د یو بل پر ضد هېڅ ډول دښمنانه اقدام نه ترسره کوي. په سند کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، د نړیوال سمندري تګ راتګ د عادي کېدو او د ځینو محدودیتونو د لرې کولو یادونه هم شوې ده.
په اقتصادي برخه کې امریکا ژمنه کړې چې د ایران پر تېلو او پیټروکیمیکل صادراتو لګول شوي بندیزونه به نرم کړي. همدارنګه که تهران د خپل اټومي پروګرام اړوند ژمنې عملي کړي، نو تر ۳۰۰ میلیارد ډالرو پورې د پراختیایي تمویل زمینه به ورته برابره شي.
د مسودې له مخې، د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د اقتصادي بندیزونو د تدریجي نرمولو موضوعات هم د هوکړې برخه دي.
په اټومي برخه کې ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېڅکله به اټومي وسلې جوړې نه کړي، خو د لوړو غني شويو یورانیمو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه به په نهايي تړون کې روښانه شي.
راپور زیاتوي چې دواړه لوري باید په راتلونکو ۶۰ ورځو کې یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي او تر هغه وخته به اوسنی وضعیت د کنټرول لاندې ساتل کېږي.
سي اېن اېن وایي چې ټاکل شوې دغه سند د جمعې په ورځ په سویس کې لاسلیک شي، خو له لاسلیک وروسته به هم د وروستي او بشپړ تړون لپاره مذاکرات دوام ولري.
بلخوا امریکایي چارواکو ویلي چې دا یوازې یو «سیاسي سند» دی او د دواړو لورو ټولې ژمنې پکې نه دي ځای پر ځای شوې. د هغوی په وینا، د ایران د اټومي پروګرام د راتلونکي په اړه لا هم مهمې موضوعګانې نه دي روښانه شوې.
په ورته وخت کې د ایران تسنیم خبري اژانس ادعا کړې چې د دغه سند ځینې خپرې شوې نسخې ناسمې او له واقعیت سره سمون نه لري.



