مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۸۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او ۹۰۲ کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، د چهارشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۶۸۸ کډوالې کورنۍ، چې ۳۵۷۹ تنه غړي یې لرل، افغانستان ته راستانه او ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، په همدې ورځ ۴۴۹ کورنۍ، چې ۲۵۰۴ تنه غړي یې لرل، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي او همدارنګه له ۵۰۶ کورنیو سره نغدي مرستې شوي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي او ټولټال ۵۹۷ سیمکارتونه له فعالو بستو سره پر راستنېدونکو وېشل شوي دي.

دارالانشاء زیاتوي، د کډوالو د دایمي مېشتېدو په موخه په ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب، نیمروز او بلخ ولایتونو کې ۹۰۲ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د راپور له مخې، تر اوسه د وېشل شوو استوګنیزو نمرو ټولیز شمېر ۴۷ زره او ۹۹۱ ته رسېدلی او دا لړۍ روانه ده

مربوطه مطالب

Back to top button