متقي او د ملګرو ملتونو مرستیالې سرمنشي د افغانستان د بشري مرستو پر بهیر خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې ټینګښت چارو له مرستیالې سرمنشي، روزمري ډیکارلو، سره په ټلیفوني خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو، د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، روزمري ډیکارلو د بشري مرستو لپاره د اسلامي امارت له لوري د برابر شویو اسانتیاوو او همکاریو ستاینه وکړه، د یوناما د وروستیو پرمختګونو په اړه یې معلومات شریک کړل، او دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او لا زیاتو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.



