زابل کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت نوی ترمینل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د زابل ولایت په مرکز کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی نوی ترمینل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د زابل د ځمکني ترانسپورټ او تنظیم رئیس، مولوي نظیف، ویلي چې په دې پروژه کې د ریاست لپاره درې پوړیزه اداري ودانۍ، د مسافرو تمځای، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات شامل دي چې د ترمینل رغنیزې چارې د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، د یاد ترمینل په فعالېدو سره به د ښار دننه ترافیکي ګڼهګوڼه راکمه شي او مسافرو ته به منظم او غوره ترانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي.



