اوبو او انرژۍ وزارت: غزني کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ روانې دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې عملي چارې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونه او د غزني فرعي سیندیزې حوزې ریاست تر څارنې لاندې په چټکۍ سره روانې دي او دا مهال د پروژې د سیمې د کیندنې، هموارکارۍ، احاطوي دېوال او نورو رغنیزو برخو کارونه دوام لري.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د پروژې د سیمې توپوګرافي، ټولنیزې او اقتصادي سروې او د ماین پاکۍ چارې تر دې وړاندې بشپړې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button