د لبنان په جنوب کې د چاودنې له امله یو اسراییلی سرتېری وژل شوی او ۷ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اسراییل پوځ ویلي، د لبنان په جنوب کې د روانو نښتو پر مهال د ۳۶مې فرقې یو سرتېری وژل شوی دی. د پوځ په وینا، پېښه د لیتاني سیمې د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.
د اسراییل د عامه خپرونو ادارې راپور ورکړی چې د لیتاني په سیمه کې د ماین یا چاودېدونکي توکي د چاودنې له امله د ۳۶مې فرقې او ګولاني لوا اووه سرتېري ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د ۳۶مې فرقې قوماندان او یو بل پوځي افسر هم د ټپیانو په ډله کې شامل دي.



