په درېیو میاشتو کې د افغان زعفرانو صادرات ۴.۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د زعفرانو کنسرسیوم وایي، د کیفیت لوړوالي او معیاري بسته بندۍ له امله د افغان زعفرانو صادرات زیات شوي او اوس امریکا، اروپا، چین او یو شمېر عربي هېوادونو ته په مستقیم ډول صادریږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نږدې ۲ زره او ۹۰۰ کیلوګرامه زعفران بهرنیو بازارونو ته صادر شوي، چې ارزښت یې ۴.۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د زعفرانو ټولنه وایي، سږ کال په افغانستان کې له ۴۰ ټنو ډېر زعفران تولید شوي او له ۸۰ زرو څخه ډېر کسان په دې سکټور کې په کار بوخت دي.


