جنوبي لبنان کې د یو لوړپوړي جنرال په ګډون څلور اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
له لبنان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هېواد په جنوب کې د حزب الله اسلامي غورځنګ د ځواکونو په یوه برید کې د یو لوړپوړي جنرال په ګډون څلور اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه برید د حزب الله ځواکونو له لوري ترسره شوی او د اسرائیلي ځواکونو یو جنګي ټولی یې په نښه کړی ده.
اسرائیلي پوځ په یوه اعلامیه کې خپلو ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې پخلی کړی، خو د وژل شویو او ټپیانو په اړه یې بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي.
سرچینې وایي چې په وژل شویو کسانو کې یو لوړپوړی جنرال هم شامل دی، په داسې حال کې چې د برید د څرنګوالي او د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه لا نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د دواړو لورو ترمنځ وخت ناوخت نښتې او بریدونه ترسره کېږي.


