ایران: له هوکړې د سرغړونې له امله هرمز تنګی په بشپړ ډول وتړل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” اعلان کړی، چې د وروستۍ هوکړې د سرغړونې له امله یې د هرمز ستراتیژیک تنګی په بشپړ ډول تړلی دی.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي، چې د امریکا او اسرائیلو له لوري د هوکړې د ځینو مادو د نه عملي کېدو او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو له امله دغه پرېکړه شوې ده.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تر هغو به د هرمز تنګي وضعیت بدل نه شي څو د هوکړې ټولې ژمنې عملي نه شي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ د نفتو او انرژۍ د لېږد یوه مهمه برخه له همدې لارې ترسره کېږي. د دغه تنګي تړل کېدل کولای شي د نړیوالې انرژۍ پر بازارونو باندې پراخ منفي اغېز ولري.
تر اوسه د امریکا او نورو نړیوالو لورو له خوا د ایران د دې اعلان په اړه بېلابېل غبرګونونه ورکړل شوي او ځینې سرچینې وایي چې په سیمه کې لا هم د بېړیو محدود تګ راتګ روان دی.


