د جوزجان د مهاجرینو ښارګوټي د ۶۶۰۴ استوګنیزو نمرو اصلاحي پلان تصویب شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان د وزارت د سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري تصویب او لاسلیک شو. د وزارت په وینا، په دې پلان کې د ۶۶۰۴ استوګنیزو نمرو لپاره ساحه تنظیم او ډیزاین شوې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په یاد پلان کې د سړکونو شبکې، عامه تاسیساتو، شنو ساحو، ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو لپاره هم لازمې ساحې په پام کې نیول شوې دي.

وزارت وایي، د پلان پلي کېدل به د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو او معیاري ښاري اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button