نتنیاهو صهیونیستي پوځیانو ته: پر لبنان بریدونه ودروئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د تازه راپورونو له مخې، د اسرائیلي ترهګر ریژیم لومړي وزیر صهیونیستي ځواکونو ته جدي امر کړی،چې لبنان کې د حزب الله پر وړاندې بریدونه ودروي.
ایراني رسنیو د اسرائیلي رسنیو په حواله خبر ورکړی، چې دغه امر د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر او د دغه رژیم د دفاع وزیر له لوري ورکړل شوی دی.
د سرچینو په خبره، د صهیونیستی رژیم ځواکونو ته ویل شوي چې له خپلو ځایونو له شاتګ پرته د لبنان په جنوب کې خپل عملیات ودروي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې، د ایران “سپاه پاسداران” ځواکونو خبرداری ورکړی و، چې پر لبنان د صهیونیستي رژیم د روانو بریدونو په غبرګون به د هرمز تنګی بېرته وتړي.


