ایراني چارواکي: له امریکا سره تفاهم د سیمې د ثبات لپاره دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د حکومت ویاندې “فاطمه مهاجراني” ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ وروستی تفاهم‌لیک د داسې ژبې څرګندونه کوي چې موخه یې د ایران او سیمې لپاره د یوه خوندي، باثباته او هیله‌بښونکي راتلونکي رامنځته کول دي.

مهاجراني په خپل لیکلي بیان کې ټینګار کړی چې میدان او دیپلوماسي د یو بل پر وړاندې نه دي، بلکې د ملي ګټو د تأمین لپاره دوه بشپړوونکې لارې ګڼل کېږي.

هغې زیاته کړې چې د ډیپلوماسۍ او د ملي قدرت د نورو برخو همغږي کولای شي د هېواد ګټې خوندي او سیمه‌ییز ثبات پیاوړی کړي.

له بلې خوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې دغه تفاهم‌لیک یو تاریخي سند دی او د پیاوړي ایران پیغام نړۍ ته رسوي.

ایراني چارواکي وایي، له امریکا سره دغه تفاهم د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د خبرو اترو له لارې د شخړو د حل په برخه کې مهم ګام بلل کېږي، خو د دې هوکړې د عملي کېدو او پایلو په اړه لا هم بېلابېل نظرونه موجود دي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو تفاهماتو او مذاکراتو بهیر د سیمې او نړۍ د پام وړ ګرځېدلی او د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړیکو په اړه بېلابېلې ارزونې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button