ولسمشر اردغان: د ایران او امریکا ترمنځ شوې هوکړه په سیمه کې د ارامۍ لپاره ښه فرصت دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ هوکړه په سیمه کې د ارامۍ، ثبات او د کړکېچونو د کمېدو لپاره یو مهم او مثبت فرصت ګڼل کېږي.
اردغان ویلي، چې د اختلافاتو حل د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ګټه دی او باید د سولې او ثبات لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.
د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې انقرې تل د سیمهییز ثبات، دیپلوماټیکو حللارو او د شخړو د سولهییز حل ملاتړ کړی او هیله لري چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستي تفاهمات د اوږدمهاله ثبات لامل شي.
نوموړي زیاته کړې چې د سیمې امنیت او اقتصادي پرمختګ له سیاسي ثبات سره تړاو لري او هر هغه اقدام چې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي، د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
د اردغان دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستي تفاهمات او خبرې اترې د سیمې او نړۍ د پام وړ ګرځېدلې دي.


