د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ ۲۵ سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغان او قزاقستاني تولیداتو د ګډ نندارتون او دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو ۲۵ هوکړې لاسلیک شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هوکړې د درملو، سبزیو، وچو او تازه مېوو، اوړو، غنمو، غوړیو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ د بانکي همکاریو په برخو کې شوې دي.
د وزارت په وینا، یادې هوکړې به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، د پانګونې لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي


