پاکستان: د ایران- امریکا خبرې نن په سویس کې ترسره کېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسلاماباد د تفاهملیک له لاسلیک وروسته به د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي کچې خبرې اترې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۱مه نېټه د سویس د بورګناشتوک سیمه کې ترسره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو خبرو اترو کې به د ایران او امریکا استازي ګډون وکړي، په داسې حال کې چې پاکستان او قطر به د منځګړو هېوادونو په توګه خپل رول ادا کړي.
وزارت زیاته کړې چې اسلاماباد به د منځګړي په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو د اسلاماباد د تفاهملیک له مخې ترلاسه شوي توافقات عملي او لا پیاوړي شي.
پاکستاني چارواکي وایي، د دغو مذاکراتو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهماتو پلي کېدل او د شته اختلافاتو د حل لپاره د دیپلوماتیکو لارو چارو موندل دي.
دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د سیمې امنیتي او سیاسي وضعیت د نړیوالو پام ځانته اړولی او د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو راتلونکی د دغو مذاکراتو له پایلو سره تړلی بلل کېږي.


