تېره ورځ ۸۱۸ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټه وایي، تېره ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د کمېټې د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ۳۰۳، فراه کې ۲۸۱، فاریاب کې ۱۷۰، هلمند کې ۴۸ او نیمروز کې ۱۶ کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.

کمېټه زیاتوي، تر اوسه د وېشل شویو استوګنیزو نمرو ټولیز شمېر ۴۹ زره او ۳۶۳ ته رسېدلی او د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button