اوچا: له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۶ میلیونو ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې څه باندې ۶ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. اوچا دا څرګندونې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه راپور کې کړې دي.

د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي هغو سیمو ته ستانه شوي چې له وړاندې له بېوزلۍ، د کار د فرصتونو له کمښت او لومړنیو خدماتو ته له محدود لاسرسي سره مخ وې.

اوچا ټینګار کړی چې د ډېرو راستنېدونکو کورنیو لپاره هېواد ته ستنېدل د ستونزو پای نه، بلکې د نوو اقتصادي او بشري ننګونو پیل دی.

مربوطه مطالب

Back to top button