سپاه پاسدران: خبرو او جګړې دواړو ته چمتو یو صهیونیستي ریژیم له اوربند ګڼې سرغړونې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک ‘سپاه پاسداران” ویلي چې د هېواد وسله وال ځواکونه د هر ډول احتمالي سناریو لپاره بشپړ چمتووالی لري او که اړتیا پېښه شي جګړې ته چمتو دي.
د سپاه پاسداران ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” ویلي، چې ایراني ځواکونه تر بل هر وخت زیات چمتو دي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې د غبرګون وړتیا لري. هغه ټینګار کړی، چې تهران د دیپلوماسۍ دروازه نه ده تړلې، خو په ورته وخت کې د هر ډول پوځي اقدام پر وړاندې هم بشپړ چمتووالی لري.
بلخوا د سپاه اړوند سرچینو ادعا کړې چې صهیونیستي رژیم له لبنان سره د اوربند له هوکړې څخه سلګونه ځله سرغړونه کړې او د لبنان په سویل کې یې پرله‌پسې بریدونه ترسره کړي دي.
سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې لبنان «سره کرښه» ده او د دغه هېواد پر وړاندې هر ډول تیری به بې ځوابه پاتې نه شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د دوام او د سرغړونو په اړه متضاد راپورونه خپاره شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button