د لبنان جګړه؛ د حزب الله بریدونو کې ۶ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د لبنان د حزب الله ځواکونو د وروستیو بریدونو په ترڅ کې شپږ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او د یوه لوړپوړي افسر په ګډون له شلو زیات نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د تېرې جمعې او شنبې په ورځ ترسره شوي او په ترڅ کې یې د اسرائیلي ځواکونو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د اسرائیلو پوځ په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي، خو رسنیو د پوځیانو د مرګژوبلې خبرونه ورکړي دي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې د لبنان په سوېل کې د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.



