سویس کې د ایران-امریکا خبرې؛ د خپل منځي مشورو لپاره درول شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
‏د راپورونو له مخې، سویس کې د ایران- امریکا ترمنځ روان مذاکرات له ۸۰ دقیقو وروسته د «خپلمنځي سلا مشورو» لپاره درول شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې یاد مذاکرات چې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ روان و؛ خو له لنډو بحثونو وروسته د لنډمهال لپاره ځنډول شوي څو دواړه لوري خپلمنځي مشورې ترسره کړي.
د ویلو ده، چې تر اوسه د مذاکراتو د پایلو او پرمختګونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو پاکستاني سرچینې وایي د مذاکراتو لومړی پړاو په ښه فضا کې ترسره شوی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button