قالیباف: د امریکا ګواښونه پر ایران هېڅ اغېزه نه لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د پارلمان مشر “محمد باقر قالیباف” د امریکایي ولسمشر “ټرمپ” د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې ویلي، چې د واشنګټن فشارونه او ګواښونه د ایران پر دریځ هېڅ اغېز نه لري.
قالیباف ویلي، که د امریکا ګواښونه او فشارونه اغېزمن وای، نو نن به وضعیت دې مرحلې ته نه رسېده او ایران به له خپلو دریځونو اوښتی وایو
هغه ټینګار کړی، چې تهران د امریکا وروستۍ څرګندونې جدي نه ګڼي او امریکايي چارواکو ته یې خبرداری ورکړی، چې په خپلو څرګندونو او دریځونو کې له احتیاط څخه کار واخلي.
د ایراني د پارلمان مشر زیاته کړې، چې د هېواد وسله‌وال ځواکونه په بشپړه توګه چمتو دي او د هر ډول احتمالي اقدام پر وړاندې به عملي او مناسب غبرګون وښيي.
قالیباف ویلي: «هر څومره چې هغوی خبرې کوي، عمل موږ کوو.»
نوموړي ټینګار کړی چې ایران به د فشار او ګواښ تر اغېز لاندې را نه شي او د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button