د لوسرن جهیل د غونډې د پای په اړه د قطر دولت او د پاکستان اسلامي جمهوریت ګډه اعلامیه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د اسلامآباد د تفاهملیک په چوکاټ کې د لوړې کچې لومړۍ خبرې اترې، چې د سویس په بورګناشتوک کې د ایران اسلامي جمهوریت، د امریکا متحده ایالاتو او د دوو منځګړو هېوادونو، قطر او پاکستان، په ګډون ترسره شوې، پای ته ورسېدې.
د لوسرن جهیل غونډه په مثبت او رغنده فضا کې ترسره شوه او د تخنیکي خبرو د دوام لپاره د یوه نوي میکانیزم په ګډون، د پام وړ پرمختګونه پکې وشول.
د تفاهملیک له مخې، ګډونوالو د یوې لوړې کچې کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه چې د منځګړیتوب بهیر سیاسي څارنه به پر غاړه ولري.
دواړه لوري به په منظم ډول دې کمېټې ته راپورونه وړاندې کوي او د اټومي موضوعاتو، بندیزونو او د اختلافونو د حل او څارنې کاري ډلې به د تفاهملیک د اغېزمن عملي کېدو لپاره کار کوي.
کمېټې د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د ۶۰ ورځو پر مهالوېش هم موافقه کړې، څو ورسره تخنیکي خبرې ژر پیل شي.
همدارنګه، د تفاهملیک د پنځم بند له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د مستقیمو اړیکو یوه کرښه رامنځته شوې، څو د ناڅاپي پېښو او ناسم تفاهم مخه ونیول شي او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ تضمین شي.
ګډونوالو د لبنان له جمهوریت سره د تاوتریخوالي د کمولو د یوه ګډ مرکز پر جوړولو هم هوکړه وکړه، څو د تفاهملیک له مخې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د درېدو څارنه وشي. تخنیکي خبرې به د روانې اوونۍ تر پایه په بورګناشتوک کې دوام ولري.
قطر او پاکستان ټینګار کړی چې د رغنده خبرو او یوې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره به خپلو منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي، او د امریکا او ایران له ژمنې یې د ډیپلوماسۍ او سولهییز حل په برخه کې مننه کړې ده. دواړو منځګړو هېوادونو د هغو دوستو او ورونو هېوادونو له ملاتړ او همکارۍ هم مننه کړې چې د خبرو له بهیر سره یې مرسته کړې ده.



