د هرات والي او د قزاقستان د اقتصاد وزیر پر اقتصادي همکاریو خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین د هرات له والي مولانا اسلام‌جار سره په لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو او پانګیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د هرات والي، هرات د افغانستان اقتصادي دروازه بللې او د ګډو پانګونو او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په دې لیدنه کې د اوسپنې پټلۍ د پراختیا، سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو او د هرات د سوداګرو د ستونزو د حل پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

بلخوا، سریک ژومانګارین ویلي، قزاقستان له هرات او افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي تجربو د تبادلې په برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتو دی.

مربوطه مطالب

Back to top button