د اسلامي امارت د زعیم د حکم له مخې په څو دولتي ادارو کې نوې ګومارنې وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د اسلامي امارت د زعیم د حکم له مخې په یو شمېر دولتي ادارو کې نوې ګومارنې او اداري بدلونونه ترسره شوي دي.
د نوموړي په وینا، ملا عبدالله بشیر د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک له معینیت څخه د معیار او کیفیت ادارې د عمومي رئیس، او مولوي محمد علي جان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له معینیت څخه د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه ټاکل شوي دي.
همداراز، مولوي حزب الله افغان د ارشد معینیت د رئیس ارکان، ملا عبدالرحیم احمد د سرحدي پولیسو د عمومي رئیس او ملا فیض الله تمیم د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه ګومارل شوي دي.



