پنجشېر کې د ۴.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۳۰ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د پنجشېر ځایي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۴.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۳۰ پراختیايي پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې دي.

د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د ډاکار مؤسسې له مسوولینو سره په لیدنه کې د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره د سیمه ییزې ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د پنجشېر والي ویلي، یادې پروژې به د ولایت د پراختیا، ابادۍ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره مهم رول ولوبوي. بلخوا، د ډاکار مؤسسې ولایتي مسوول ویلي، د پروژو له پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button