د ایران ولسمشر نن پاکستان ته ځي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایراني ولسمشر د رسنیو دفتر ویلي دي چې د دغه هېواد ولسمشر “مسعود پزشکیان” به نن په رسمي سفر پاکستان ته ولاړ شي.
د ولسمشر د دفتر د عامه اړیکو مشر “حبیب عباسي” له تسنیم خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې دا سفر د مخکېني پلان له مخې ترسره کېږي او احتمال لري چې یوازې یوه ورځ به دوام وکړي.
د نوموړي په وینا، په دې سفر کې به د تېرو سفرونو د پرېکړو او توافقاتو تعقیب، د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د ګډو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.
د ایران د ولسمشر د دفتر دغه چارواکي زیاته کړې چې له پاکستان څخه د ایراني حکومت د مننې څرګندول د هغه رول له امله چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په بهیر کې یې ترسره کړی هم د دې سفر له مهمو موخو څخه دی.
د یادونې وړ ده چې دا سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د اړېکو د لا پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button