د ایران مرکچي پلاوی له سویس عمان ته تللی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وايي چې د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر او د دغه هېواد د پارلمان رئیس “محمدباقر قالیباف” او د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي له سویس څخه عمان ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، دغه دوه لوړپوړي ایراني چارواکي به په عمان کې د دغه هېواد له چارواکو سره د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب او د بار وړونکو بېړیو د تنظیم په اړه خبرې اترې وکړي.
دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لومړی پړاو په سویس کې پای ته رسېدلی دی.
د یادونې وړ ده چې هرمز تنګی د نړۍ له مهمو او ستراتیژیکو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول پرمختګونه د نړیوالې انرژۍ پر بازار هم اغېز لرلی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button