ایران: د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره تعامل د ملي امنیت شورا د پرېکړو له مخې دوام لري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” ویلي دي چې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران تعامل به د موجوده بهیر، د ایران د پارلمان او د ملي امنیت د عالي شورا د پرېکړو له مخې دوام ومومي.
ایرنا خبري راپور ورکړی چې په سویس کې د ۱۸ ساعتونو خبرو پر مهال ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي او نه یې هم کوم نوي تعهدات منلي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو په اړه د اسلام‌اباد د تفاهم‌نامې له مخې د اټومي مذاکراتو پیل د دې سند د ۱۳مې مادې په پلي کېدو پورې تړلی دی.
د یادې مادې له مخې، تر هغه وروسته چې د ۱، ۴، ۵، ۱۰ او ۱۱ مادو پلي کېدل بشپړ شي، د وروستي توافق په اړه به مذاکرات پیل شي.
په لومړۍ ماده کې راغلي چې د ټولو جبهو، په ځانګړي ډول لبنان کې د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای ته رسېدل د نهایي توافق د بهیر د پیل اساسي شرط دی.
له بلې خوا، د امریکا د مذاکراتي پلاوي مشر جي.ډي. ونس ویلي چې تهران د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پلټونکو د بېرته ستنېدو سره موافقه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button