مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۳۹۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ټولټال ۳۹۴ افغان کډوالې کورنۍ، چې ۲۱۴۰ تنه غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. همدارنګه ۴۹۲ کورنۍ، چې ۲۷۶۷ تنه غړي یې لرل، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د راپور له مخې، له ۶۳ راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرستې شوي، سلګونه کسانو ته روغتیايي او نور اړین خدمات وړاندې شول او ټولټال ۳۹۴ سیمکارټونه هم له فعالو بستو سره ووېشل شول.
کمېسیون زیاتوي، راستنېدونکو ته د ترانسپورټ اسانتیاوې، عامه پوهاوی او د لنډمهاله مېشتېدو اړوند خدمات هم برابر شوي او د کابل له لارې ۱۵۶ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.



