هرات کې ترافیکي پېښې، ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له هرات څخه خبري منابع وایي، چې دغه ولایت ته څېرمه د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د خبرونو پر اساس چې دغه پېښه د درې موټرو په یو بل کې د ټکر کېدو له کبله رامنځته شوه.

د هرات مسئولینو رسنیو ته ویلي دي، چې په پېښه کې وژل شوي او ټپيان شوي کسان د بادغیس ولایت دي، چې د روباد سنګي کمرکلاغ سیمې ته روان وو.

له بلې خوا سیمه ییزو محلي خلکو او عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي، چې په دغه پېښه کې اوویشت کسان وژل شوي، او ټپیان شوي دي.

د هرات او شاوخوا ولایتونو سلګونه خلک د پسرلي د موسم څخه د خوند اخیستو لپاره صحرایي سیمو ته سفرونه کوي.

څه موده وړاندې هم په یوه ترافیکي پېښه کې ۲ ماشومان ووژل شول، او لس کسان ټپیان شوي وو.

دغه ترافیکي پېښې په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې سړکونه خراب او په سړکونو باندې ترافیکي علامې نه دي موجودې، خو د ترافیکو پولیس وايي، چې دغه ډول پېښې د موټر چلوونکو د تېز سرعت له کبله رامنځته کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button