د کونړ او نورستان ځينې لویې لارې د غره د ښوېدو له کبله بندې شوي

کابل ټکی کام ۱۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له کونړ او نورستان څخه خبري منابع وايي، چې په دغه ولایتونو کې د غره د ښوېدو له کبله ځینې لویې لارې د ترافیکو پر مخ بندې شوي دي.

د کونړ د فواید عامې آمر انجینر محمد الرحیم رسنیو ته د غره د ښوېدو لامل سخت ورښت ښودلی دی.

نوموړي رسنیو ته وویل:

«تېره شپه چې سخت باران ورېدو، له امله یې د اسمار ولسوالۍ د ډب بروړو سیمه کې غر وښوېدو، چې له مرکز اسعد اباد، ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو سربېره د ختیځ نورستان ولایت لویه لاره بنده شوه.)

نوموړي همدا راز وویل، په یاده سیمه کې د ۱۸ کیلو مترو په اندازه کې غر ښوېدلی دی، چې له کبله یې دغه لویه لاره بنده کړې ده.

ده زیاته کړه، چې د وسایلو په مټ به دغه لویه لاره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

ځايي اوسېدونکو هم رسنیو ته ویلي دي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د غره د ښوېدو له کبله دغه لویه لاره بنده شوې.

د یادولو ده، چې د روانې میاشتې (حمل) په ۷مه نېټه هم د کونړ ولایت په چپې دره کې د سخت ورښت له کبله له غره یوه تیږه راښوېدلې وه، او پر یوه کور رابرابره شوې وه، چې له کبله یې د دغې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button