د ترکیې NKY شرکت په افغانستان کې د کلیوالي پراختیا په برخه کې پانګونه کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې د (NKY) نړیوال شرکت له رئیس هاکان بوز او مل پلاوي سره کتنه کړې ده. په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسؤلینو ویلي، غواړي د افغانستان په کلیو او بانډو کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه پانګونه وکړي او د اړوندو ادارو همکارۍ ته اړتیا لري.

وزیر ملا عبداللطیف منصور د یاد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، وزارت به د خپلو اړوندو پروژو په برخه کې له شرکت سره همکاري وکړي. د لیدنې په پای کې دواړو لورو د کلیوالي پراختیايي پروژو د عملي کولو لپاره پر لا زیاتې همغږۍ او همکاریو ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button