عبدالسلام حنفي: په افغانستان کې د نشهیي توکو کښت، تولید او قاچاق صفر ته رسېدلی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان په یو واحد او متحد هېواد بدل شوی دی. نوموړي دا څرګندونې د صنعت او کانونو اونۍ د پنځم نړیوال نندارتون د پرانیستې مراسمو کې کړې دي.
حنفي ویلي، اسلامي امارت د نشهیي توکو پر ضد جدي مبارزه کړې او په افغانستان کې د نشهیي توکو کښت، تولید او قاچاق په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
د هغه په وینا، د هېواد په هېڅ سیمه کې هیچا ته د نشهیي توکو د کښت اجازه نه ورکول کېږي او د دې برخې پر وړاندې مبارزه په جدي ډول دوام لري.



