ولسمشر پزشکیان: ایران به له امریکا سره خبرو کې له خپلو ملي حقونو او اصولو شاتګ ونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي چې تهران به په هېڅ ډول شرایطو کې له واشنګټن سره د خبرو اترو پر مهال د خپل هېواد له حقونو، ملي ګټو او اساسي اصولو څخه شاتګ ونه کړي.
نوموړي ټینګار کړی،چې ایران به د خپلو اساسي دریځونو دفاع ته دوام ورکړي او د فشارونو او ګواښونو له امله به خپل موقف بدل نه کړي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې، که له واشنګټن سره هر ډول خبرې ترسره کېږي، باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي او د ایران مشروع حقونه پکې په بشپړه توګه رعایت شي.
پزشکیان ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو ملي ګټو او ارزښتونو په دفاع کې له خپل اصولي دریځه په هېڅ ډول تېر نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button