د کابل لومړۍ ناحیه کې د ۱۱۸ میلیونه افغانیو په پانګونې د سوداګریز مارکېټ طرحه تایید شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه تایید کړې ده.

د طرحې له مخې، خصوصي سکټور به د شاوخوا ۱۱۸ میلیونه افغانیو په پانګونه شپږ پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي. ویل شوي، دغه مارکېټ به د سوداګریزو فعالیتونو لپاره اړینې اسانتیاوې ولري.

په همدې غونډه کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه او د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د سوداګریزو مارکېټونو پر طرحو هم بحث وشو. کمېټې یادې طرحې د لا زیاتې ارزونې او راپور چمتو کولو لپاره اړوندو وزارتونو ته راجع کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button