هرات کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره له ترکمنستان سره د ۲ میلیونه ډالرو تړون لاسلیکېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د هرات والي مولانا اسلام‌جار وايي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه به ډېر ژر له ترکمنستان سره د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شي.

 نوموړي دا څرګندونې د هرات د بهرنیو اړیکو په دفتر کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په اړه غونډه کې کړې، چې د سیمې د هېوادونو استازو او د نړیوالو بنسټونو مسوولینو هم پکې ګډون درلود.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ویلي، دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۱۳۵۰ فابریکې فعالیت کوي او ۱۱۵ شرکتونه خپل تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادروي.

د غونډې ګډونوالو د کورنیو تولیداتو د ودې او صادراتو د پراختیا پر لا زیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button