ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو او عادي اړیکو غوښتونکی دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان د رسمیت پېژندنې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د نړۍ د هېوادونو اوسنی دریځ دی. هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول هغو دولتونو سره چې پخوا یې په افغانستان کې پوځي حضور درلود، د مثبتو او عادي اړیکو غوښتونکی دی.
مجاهد ویلي، اسلامي امارت له امریکا سره هم اړیکې لري او د دواړو لورو ترمنځ ځینې تعاملات د قطر له لارې ترسره کېږي په وینا يې، د اړیکو د پراختیا لپاره د تعامل لړۍ دوام لري.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی او هیله یې څرګنده کړې چې نور هېوادونه به هم په راتلونکي کې د افغانستان په اړه خپل دریځ مثبت کړي.



