کابل کې د افغانستان او ایران د خصوصي سکټور ترمنځ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

په کابل کې د ایران سفارت په کوربتوب د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو غونډه جوړه شوه چې پکې له ۲۰۰ څخه زیاتو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ګډون کړی و.

په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د ایران سفارت د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو اقتصادي فعالانو د ودانیزو صنعتونو، درمل جوړونې، لابراتواري تجهیزاتو، خوراکي صنعتونو، بټرۍ جوړونې او تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونو په برخو کې تخصصي لیدنې او خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د افغانستان او ایران د شرکتونو ترمنځ درې هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک شول.

مربوطه مطالب

Back to top button