ملا عبدالغني برادر او د ایران ولسمشر د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل او د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د مړینې له امله یې د ایران حکومت او ولس ته تسلیت وړاندې کړ.
په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ګډو ګټو پر بنسټ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
ملا برادر ويلي، اسلامي امارت پر ایران د امریکا او اسرائیلو برید نامشروع بللی او غندلی و.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوستانه اړیکو ټینګار کړی او افغانستان سره یې د اړیکو پراختیا د خپل حکومت له لومړیتوبونو څخه وبلله.



