جنوبي لبنان کې د یو لوړ پوړي صهیونیستي جنرال په ګډون ۲ اشغالګر پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د لبنان له جنوبي سیمو څخه راپورونه وايي چې د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب‌الله ځواکونو بریدونو کې د اسرائیلي پوځ یو لوړپوړی افسر او دوه نور سرتېري وژل شوي دي.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د جنوب لبنان په ځینو سیمو کې د سختو نښتو پر مهال د اسرائیلي پوځ له لوري د تلفاتو پخلی شوی دی. ویل کېږي چې دا بریدونه د حزب‌الله له خوا د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې ترسره شوي دي.
محلي سرچینې ادعا کوي چې په وژل شویو کې د اسرائیلي پوځ یو جګپوړی قوماندان هم شامل دی، خو اسرائیلي چارواکو تر اوسه د هغه د هویت په اړه رسمي تفصیلات نه دي خپاره کړي.
له بلې خوا، حزب‌الله ویلي چې د دوی ځواکونو د “اسرائیلي اشغالګرو پر ضد عملیاتو کې بریالي بریدونه ترسره کړي دي او د دښمن ځواکونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
اسرائیلي رسنیو بیا یوازې د تلفاتو پخلی کړی، خو د لوړپوړي افسر د وژل کېدو ادعاوې یې تر اوسه نه دي تایید کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button